کورپاڼه / روغتيا / په یو نیم لیتر اوبو کې ادرک واچوئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

په یو نیم لیتر اوبو کې ادرک واچوئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

که چېرته تاسې د چاغښت او مفصلونو ناروغۍ په سبب اندیښمن یاست نو د ادرکو اوبه هغه ګټوره نسخه ده، چې باید په هر صورت کې یې وازمایئ، ځکه چې د یادو د ستونزو د حل لپاره له دې غوره بل طریقه نشته.

د ادرک اوبه په وینه کې وینه نه غوټه کوي او په همدې ډول د وینې جریان متوازن ساتي. دغه راز کلیسترول کموي او ترڅنګ یې مفصلونو له درد او سوخت څخه هم مخنیوی کوي.

دا نسخه پیاوړې انټي اکساید هم دي، چې له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي او د بېلابېلو ناروغیو حتی د سرطان په څېر د ناروغیو پر وړاندې هم دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

ددې لپاره به لومړی یو نیم لیتر اوبه وایشوئ او کله چې په جوش راغی، نو پرې کړي ادرک ور واچوئ، بیابه یې تر یوه وخته ایشولو ته پرېږدئ او بیابه یې له اور څخه ښکته کړئ او تر پنځلس دقیقو پورئ به یې پرېږدئ.

کله چې لږ سړې شوې نو د لېمو اوبه به ور واچوئ او که غواړئ چې پایله یې ښه وي نو په ورځ کې دوه یا درې ځلې دا مشروب وڅښئ او هغه هم سهار د ناشتې او د شپې له خوراک وړاندې یې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …