کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت او ځیرکتیا څرګندونه کوي، اوس یوې سروې ښودلې ده، هغه ماشومان چې ښه معلومات لري او ژبني دلایلو کې تکړه وي، د هغوی د خندونکي یا شوخ طبیعت لرونکي وي.

په دې اړه په ترکیه کې یوه څېړنه شوې او تفصیل یې د هیومر په نوم څېړنیز ژورنال کې خپور شوی دی. راپور زیاتوي چې د غټانو په پرته د ماشومانو هغه ټولګی چې مسخرې پکې وي، ډېر ځیرک وي او په دې ډول په ماشومانو کې د ځیرکتیا او شوخ طبیعت ژوره اړیکه موندل کېږي.

په انساني تاریخ کې ټوکي یا شوخ طبیعت لرونکې کسان د لوړ ذهانت لرونکې ګڼل شوي، ځکه چې د ښکلو جملو ویل د هوښیارۍ او حاضر دماغۍ څرګندونه کوي.

څېړونکي په دې نظر دی چې د ټوکي یا شوخ طبیعت تعریف په هره ټولنه کې سره توپیر لري، ځکه د یوې سیمې ټوکې د بلې سیمې لپاره نه وي او همدا لامل دی چې د ټوکي حس اړیکه له ټولنې، دود، دستور او ارزښتونو سره وي.

د اناطولو پوهنتون استاد یوغور سایک چې د یادې څېړنې مرکزي څارونکی دی، هغه ویلي، چې ماشومان پخپل شوخ طبیعت د لویانو پام ځانته رااړوي، خو اوس معلومه شوه چې له ځیرکتیا سره هم ژوره اړیکه لري.

دا هم ولولئ

له کور څخه د موږکانو او مېږیانو د لېرې کولو لارې چارې

آیا تاسې هم په کورونو کې له موږکانو تنګ راغلي یاست؟ که چېرته مو ځواب …