کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایرلېنډ، بنګله دېش ته، سکاټلېنډ، نمیبیا ته او هالېنډ د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

ایرلېنډ، بنګله دېش ته، سکاټلېنډ، نمیبیا ته او هالېنډ د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

په لومړۍ لوبه کې ایرلېنډ د بنګله دېش پر وړاندې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۳ ویکټو په زیان ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې ګیرت ډیلني یې ۸۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته تسکین احمد دوه ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش د ۱۷۷ منډو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې او په ۳۳ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلې یې نورال ۳۸ زیاتې منډې وکړې او ایرلېنډ ته مارک ادیر درې، یانک او لیټل دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه لوبه کې سکاټلېنډ د نمیبیا پر وړاندې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۷ ویکټو په زیان ۲۰۳ منډې وکړې، چې مونسي ۶۷ او کراس ۵۷ منډې جوړې کړې او نمیبیا ته بیا ډیویډ ویسي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

نمیبیا یې په ځواب کې د ۵ ویکټو په زیان ۱۸۴ منډې جوړې کړې او په ۱۹ منډو یې لوبه وګټله، چې له ډلې یې ویلیمس۸۰ منډې جوړې کړې او سکاټلېنډ ته واټ او وهیل دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دریمه لوبه کې هالېنډ د عمان پر وړاندې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې، چې مایبرګ ۴۳ او کوپر ۴۰ منډې جوړې کړې او عمان ته ذیشان مقصود یوه ویکټ ترلاسه کړه.

عمان لوبډلې د ۱۶۵ منډو په ځواب کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې، چې الیاس ۷۸ او ندیم ۲۹ زیاتې منډې وکړې او هالېنډ ته کنګما دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …