د انډین اکسپریس ورځپاڼې د راپور پر اساس، ښایي راهول ډراویډ د هند کرکټ ملي لوبډلې لندمهاله روزونکی شي او له نړیوال جام وروسته له نیوزیلېنډ سره د ترسره کېدونکې لوبلړۍ پرمهال به دغه دنده ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له نړیوال جام وروسته د هند لوبډلې اوسنی مشر روزونکی روي شاستري له خپلې دندې لاس په سر کېږي، نو خو هندي لوبډله د هغه د ځایناستي په لټه کې ده.
راپورونه وایي، چې له نړیوال جام وروسته د نومبر په میاشت کې د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لړۍ د هند په کوربتوب په ۱۷مه نېټه پیلېږي او ښایي راهول ډراویډ د هندۍ لوبډلې روزونکي واوسي.
د هند کرکټ بورډ د یو داسې روزونکې په لټه کې دی، ترڅو پر وینا یې مناسب وي او نه غواړي چې د نامناسب روزونکې په ټاکلو لوبډله خراب کړي، که چېرته په دې کار ونه توانېږي نو راهول ډراویډ به روزونکی وټاکل شي.
د یادولو وړ ده، چې له نړیوال جام وروسته ویرات کوهلي هم پرېکړه کړې چې د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ لاس په سر کېږي.