کورپاڼه / اسلام / آیا له کوژدې وروسته کېدونکې ښځه او خاوند سره اړیکه لرلی شي؟

آیا له کوژدې وروسته کېدونکې ښځه او خاوند سره اړیکه لرلی شي؟

کله چې د دوو تنو یعنې ښځې او خاوند ترمنځ نکاح وتړل شي، نو دغه ښځه د خاوند لپاره حلاله شوه او هر ډول اړیکه سره لرلی شي، هغه که واده یې کړی وي او که نه، بلکې مهم شرط یې د نکاح تړل دي.

خو که چېرته په دې تړاو اړوند دودونه، ټولنیز ارزښتونه او اخلاق په نظر کې ونېول شي، نو لا به غوره وي او همدا زموږ د اسلام او ټولنې غوښتنه هم ده، چې باید چاته زیان ونه رسول شي، هغه په هر ډول وي.

که چېرته په دودیز ډول د دوو تنو کوژده وشي، نو دوی له یو بل سره د خبرو کولو حق نه لري او هیڅ ډول اړیکه یې سره روا نه ده او د ښځې لپاره د هغې کېدونکی خاوند غېر محرم ګڼل کېږي.

او کله چې کوژدن غیر محرم شي (ځکه چې د دواړو ترمنځ نکاح نه ده شوې، بلکې دودیزه کوژده شوې ده)، نو له هغه سره یوازې په یوازې کېناستل یا اړیکې ډېرول حرام دي.

رسول الله (ص) فرمایي:((ومن کان یؤمن باللہ والیوم الآخر فلا یخلون بامرأۃ لیس معہا ذو محرم منہا فإن ثالثہما الشیطان)) ژباړه: څوک چې پر الله تعالی او اخرت په ورځ ایمان لری، هغوی له داسې ښځې سره یوازېتوب نه اختیاروي، چې له هغې سره محرم خپل نه وي، ځکه په دې صورت کې دریم شیطان وي.

دا هم ولولئ

کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

که چېرته له کوم غم، درد، ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ یاست، نو …