کورپاڼه / اسلام / ولې له مړینې وروسته د مړ شوي شخص سترګې غړېدلي وي؟

ولې له مړینې وروسته د مړ شوي شخص سترګې غړېدلي وي؟

په عموم کې دا پوښتنه به له ډېرو سره ناحله پاتې وي چې ولې له مړینې وروسته د مړ شوي شخص سترګې غړېدلي وي؟ ساینس ښایي ډېر ځوابونه ورته ولري، خو له دې به ډېر له حکمته ډک ځواب نه وي خو حضرت محمد (ص) ورکړی دی.

ویل کېږي کله چې انسان مړ شي نو د هغه سترګې داسې منظر ویني چې ژوندي انسانان یې نشي لېدلی. د مسلم او ابن ماجه روایت دی، کله چې د ابو سلمه رضي الله عنه د ژوند وروستۍ شېبې وې نو رسول الله (ص) یې پوښتنې ته ورغی.

هغه دا وخت د ژوند وروستۍ ساه ګانې اخیستې او د پردې بل طرف ته ښځو ژړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، کله چې د یو انسان روح وځي، نو د هغه سترګې د روح د الوتنې ننداره کوي، تاسې نه وینې یو شخص چې مري نو سترګې غړېدلي وي.

کله چې د ابو سلمه (رض) روح ووت، نو رسول الله (ص) په لاس مبارک د هغه سترګې بندې کړې او ښځو ته وویل چې په مړي د ویر کولو په سبب ځانته ښېرې مه کوئ بلکې د ښه والی لپاره دعا وکړئ، ځکه فرښتې د مړي کورنۍ په دعا او ښېرا آمین وایي.

په دې موقع رسول الله ابو سلمه ته دا دعا وکړ، چې ای الله د ابو سلمه معفرت نصیب کړې، په جنت کې یې درجه لوړه کړې. ای رب العلمینه! زموږ او هغه معفرت نصیب کړې، قبر یې پراخه او منور کړې.

دا هم ولولئ

که د غاښ درد لرئ، په مالګه دا سورت ووایئ او پر غاښ یې ووهئ

د غاښ درد یو داسې درد دی چې نن سبا یې ډېر شمېر خلک اغېزمن …