کورپاڼه / کرکټ / جوفرا ارچر هم د شل اوریزو لوبو پنځه غوره لوبغاړو کې د راشد خان نوم واخیست

جوفرا ارچر هم د شل اوریزو لوبو پنځه غوره لوبغاړو کې د راشد خان نوم واخیست

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي په نړیوال شل اوریز جام د پنځه غوره لوبغاړو نومونه واخیستل. د هغه په دې پنځو لوبغاړو کې راشد خان هم شتون لري.

جوفرا ارچر، چې له یو خورا ښه توپ اچونکو له جملې څخه دی، له ډېرې مودې راهیسې د لاس د ټپ او عملیاتو په سبب له کرکټ څخه لېرې دی او د روان کال تر پایه به په هیڅ یوه لوبه ونکړي.

هغه اوس له آی سي سي د پنځه هغه لوبغاړو نومونه اخیستي، چې پر وینا یې د شل اوریز نړیوال جام غوره لوبغاړي دي، په دې ډله لومړی نوم د سویلي افریقا د ویکټ ساتونکي کوانټن ډیکاک دی.

دویم نوم هم د سویلي افریقا د چټک توپ اچونکي ګکیسو رباډا دی، دریم نوم د پاکستان د چټک توپ اچونکي شاهین افریدي او څلورم نوم د ویسټ انډیزي الراونډر اندري رسل دی.

دغه راز پنځم جوفرا ارچر یې د نړیوال جام له غوره لوبغاړو څخه ګڼي، هغه راشد خان دی. د یادولو ده چې مکسویل هم راشد خان له پنځو غوره لوبغاړو څخه ګڼلی و.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …