کورپاڼه / روغتيا / د انځر او شېدو له ترکیب حیرانوونکې ګټې پورته کړئ

د انځر او شېدو له ترکیب حیرانوونکې ګټې پورته کړئ

په اوسني دور کې د انسان روغتیا اړوند ډېرې ستونزې د غیر صحت مندانه ژوند په سبب رامنځته کېږي او همدا لامل دی چې د وینې لوړ فشار، چاغوالی، هورمونیکي بدلونونه او حتی د شنډېدو ستونزې هم راپیدا کېږي.

له یوه لورې ددې ستونزو حل د ژوند د طرز، طریقې بدلون دی او بل لوري ته اغېزمن شخص ټول عمر له درملو سره تېروي، خو ځینې یوناني نسخې داسې دي چې نه یوازې روغتیا ښه کوي بلکې جانبي عوارض هم نلري.

انځر د وچو مېوو له جملې څخه ګڼل کېږي او په جوړښت کې یې ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي او ویټامین کی شتون لري او ترڅنګ یې فایبر، کلسیم، میګنیزیم، پوتاشیم، کاپر او انټي اکساید هم لري، که چېرته له شېدو سره یوځای شي نو د شېدو ګټې هم ورسره یوځای کېږي.

ددې لپاره دوه یا درې انځر راواخلئ او په یو ګیلاس شېدو کې یې واچوئ او پاخه یې کړئ، بیا یې ښه وایشوئ او له هغې وروسته شېدې وڅښئ او انځر وخورئ. نو هغه کسان چې هورمونیکي ستونزې لري، یعنې چاغ وي، د وینې فشار یې لوړ وي، د زړه ضربان یې تېز وي، حیض یې بې نظمه وي، ټولې ستونزې یې هواروي.

دغه راز هغه میرمنې چې حمل نه اخلي د هغوی لپاره هم حیرانوونکې ګټې لري، د پوستکي د ښکلا او روغتیا لپاره اړین ویټامین او منرالونه لري او که څوک د هډوکو ستونزې لري هغوی دې هم یاد ترکیب استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

حساسیت یوه داسې ناروغي ده چې کوم ځانګړی موسم نلري، بلکې هر وخت پېښېدلی شي. …