کورپاڼه / کرکټ / ګرانټ بریډبرن له پاکستان سره د روزنې دوره پای ته ورسوله

ګرانټ بریډبرن له پاکستان سره د روزنې دوره پای ته ورسوله

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلی پخوانی لوبغاړی او رسمي روزونکی ګرانټ بریډبرن له پاکستان د لوړ فعالیت د مشر روزونکې په توګه خپله دنده پای ته ورسوله. نوموړي له ۲۰۱۸-۲۰۲۰ پورې د پاکستان د ډګر ساتنې روزونکی و او له هغې وروسته د لوړ فعالیت روزونکې دنده واخیسته.

ګرانټ بریډبرن په خپل بیان کې ویلي دي چې پاکستان کې د کار کولو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو بیاهم د پاکستان کرکټ بورډ څخه مننه کوي چې ښې تجربې او فرصتونه یې ورته برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې د یو بهرني په توګه د پاکستان کرکټ بورډ اوسنیو او پخوانیو کارمندانو، لوبغاړو او اداري غړو له ماسره ډېره مرسته وکړه او ما هلته تل ځان خوندي احساس کړی دی.

ګرانټ بریډبرن ویلي دي، چې په دې دوران کې زما میرمنې او دریو ماشومانو ډېرې قربانۍ ورکړې، د کرونا وبا پرمهال یاد هېواد ته سفر کول ستونزمن ول، خو اوس غواړي چې خپله کورنۍ ته ترجیح ورکړي او د روزنې لپاره نوي فرصتونه ترلاسه کړي.

د پاکستان د لوړ فعالیت ډایریکټر ندیم خان ویلي دي، چې ګرانټ بریډبرن په پوره اخلاص سره د پاکستان کرکټ خدمت کړی او په دې دوران کې هغه په بشپړ ځواک سره بېلابېلې نظریې هم ورکړي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …