کورپاڼه / خپلواک / استاد ګل زمان په ژړا کې: ٥٥ کاله مې خدمت وکړ، اوس هم په کرايي کور کې ژوند کوم
استاد ګل زمان او نجيبه فېض

استاد ګل زمان په ژړا کې: ٥٥ کاله مې خدمت وکړ، اوس هم په کرايي کور کې ژوند کوم

خپلواک وېبپاڼه (٦ دسمبر ٢٠١٩): د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي استاد ګل زمان تازه يوه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې خپرېږي، هغه پکې په ژړغوني غږ کې وايي، چې په کرايي کور کې اوسېږي او ٦ زره افغانۍ کرايه ورکوي.

استاد ګل زمان چې د اريانا ټلويزيون د (بنډار له نجيبې سره) خپرونې کې مېلمه و، هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تللى دى، خو له افغانستان سره ځانګړې مينه لري، دا يې هېواد دى او په خپله خاوره کې به خښېږي.

هغه وايي، چې هېچرته يې هم دا خبره په زړه کې نه ده راغلې، چې په کوم پردي هېواد کې دې پناه واخلي، ځکه چې له خپل هېواد ليرې نه شي پاتې کېدلى.

استاد ګل زمان چې د نجيبې سره په دغه خپرونه کې د خپل ژوند په اړه ډېرې ناويلې ويلي دي، هغه دا هم وايي، چې د خپل هېواد لپاره يې ٥٥ کاله خدمت وکړ، خو اوس هم خپل کور نه لري او په کرايي کور کې ژوند تېروي.

نوموړى همدا راز له ولسمشر غني څخه غوښتنه کوي، چې بايد هغه ته يو کور ورکړل شي، ځکه کله په يو کور کې وي او کله په بل کور کې وي. هغه وايي چې زه په خلکو ژوندى يم او ولسمشر دې زما د کور غم وکړي.

د استاد ګل زمان کور

استاد ګل زمان وايي، چې ولسمشر غني هغه خلکو ته جايزې لېږي، چې له هېواده بهر دي، خو ګل زمان چې په خپل هېواد کې ناست دى او ان يو کور هم نه لري، د هغه هېڅوک هم پوښتنه نه کوي.

استاد ګل زمان چې د افغانستان د اصيلې موسيقۍ يوه مشهوره څېره ده او سلګونه سندرې يې ويلي دي او د موسيقۍ په اسمان کې يو ځلنده ستورى دى، هغه په ډېرو نړيوالو فيسټوالونو کې هم برخه اخيستې ده او همدا راز د نورو لقبونو تر څنګ يې د ښه استاد لقب هم ګټلى دى.

هغه چې د پښتو محلي موسيقۍ ته يې ژوند بخښلى دى، اوس په خپله په ډېر سخت حالت کې ژوند تېروي او له افغان حکومت ګيله کوي، چې د هغه هېڅ پوښتنه يې نه ده کړې.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …