کورپاڼه / جالب / جاپان د روبوټونو لپاره ځانګړي لباسونه جوړ کړي

جاپان د روبوټونو لپاره ځانګړي لباسونه جوړ کړي

ښه او لوړ بیه لباسونه یوازې د انسانانو پوښاک نه دی، بلکې په دې نوملړ کې حیوانات او حتی ټیکنالوژي هم راځي. د ټیکنالوژۍ د نوم په اورېدو ښایي حیران شوي یئ، خو حقیقت دادی چې جاپان اوس د روبوټونو لپاره هم لباسونه تیار کړي دي.

جاپان یو له هغه هېوادونو څخه ده چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختللی دی او هلته په کارخانو او هوټلونو کې د انسانانو پرځای روبوټ کار کوي، نو ځکه خو د (راکټ روډ) په نوم شرکت د روبوټ لپاره د لباسونو په جوړولو کار پیل کړی.

د راکټ روډ په نوم شرکت تېره میاشت اعلان وکړ، چې د روبوټونو د پوښاک لپاره یې خپل لومړني ځانګړي لباسونه خرڅلاو ته وړاندې کړل.

یاد شرکت ویلي دي، دا ځانګړي لباسونه، چې د روبوټونو لپاره یې جوړ کړي په څلویښت بېلابېلو رنګونو سره موندل کېږي او له خاورو، دوړو، بکتریا ضد او له اوبو او ګرمۍ ضد موادو څخه یې تیار کړي دي او د لباس موخه یې داده ترڅو روبوټ ته شخصیت ور وبخښي.

د شرکت اجراییوي رییس ویلي چې دا به ډېره ښه وي چې روبوټونه د لباس په مرسته خلکو ته نږدې کړو او دا چې ماشومان، ښځې او زړې روبوټونو ته نږدې شي، نو د ټولنیز ژوند د ښه والي لپاره به یې وکاروي.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …