کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي منلې ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو باوري دی چې یادو سیالیو کې افغان لوبډله ښې وړتیاوې وښیي او ښې لوبې به ترسره کړي.

محمد نبي وروسته له هغې د افغان لوبډلې مشري په غاړه واخیسته، کله چې راشد خان په دې سبب له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو، چې نړیوال ته په اعلان شوې لوبډله کې ورسره مشوره نه وه شوې.

محمد نبي ویلي چې په نړیوال جام کې لوبډلمشري کول یو ستونزمن کار دی، خو موږ به د ښې ځلېدا لپاره پوره هڅه کوو او زه د لوبډلمشر په توګه د لوبېدو لپاره ډېر لېواله یم.

نبي د لوبډلې په اړه ویلي چې اعلان شوې لوبډله یوه غوره لوبډله ده، له یوې نیمې میاشتې راهیسې تمرینات کوي او د عربي اماراتو وېزو یې لږې ستونزې لرلې نو ځکه په ځنډ سره راورسېدې.

د نړیوال شل اوریز لپاره افغان لوبډله تر ډېره حده د ښې لوبډلې ترڅنګ غوره روزونکې هم لري، چې د توپ وهنې په برخه کې انډي فلاور مشاور، لانس کلوزنر مشر روزونکی او شان ټیټ د توپ اچونې روزونکی دی.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …