کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د زوکړې په ورځ یې په یوه دقیقه کې ۵۵۰ کیکونه پرې کړل+ویډیو

هغه شخص چې د زوکړې په ورځ یې په یوه دقیقه کې ۵۵۰ کیکونه پرې کړل+ویډیو

په اوسني دور کې د زوکړې یا کلیزو په مناسبت ډېر شمېر خلک محفلونه جوړوي او جشنونه کوي او هغه څوک چې د زوکړې ورځ یې وي، هغوی غواړي چې دغه ورځ یې یادګاري پاتې شي.

همدغسې یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو هم لاس په لاس کېږي. په دې ویډیو کې لېدل کېږي چې یو شخص په دریو دقیقو کې ۵۵۰ کیکونه پرې کوي، ریکارډ یې جوړ کړی او د زوکړې ورځ یې یادګاري کړې ده.

دا کارنامه د هند د ممبۍ ښار یو اوسیدونکې سوریا راتوري په نوم یو شخص ترسره کړې ده. د هغه ددې کارنامې په لېدو په مراسمو کې ګډون کوونکي میلمانه حیران شوي دي.

 

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې راتوري د خپلې زوکړې په مناسبت مراسمو ته له دوه سوو ډېر کسان ور بللي ول او په یادو مراسمو کې ټولو کسانو ۵۵۰ کیکونو پرې کولو ویډیو جوړه کړې ده.

ددې ځانګړو مراسمو ویډیو پر ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس کېږي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې ډېره ستاینه کوي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …