د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراییوي رییس ویلي دي، چې کرکټ باید کرکټرانو سره وي او همدې خړو پړو افغانانو دې هسکو څوکو ته ورساوه.
نوموړي پخپله فیسبوکپاڼه د کرکټ په اړه تازه څرګندونې کړي او لیکلي یې دي:((کرکټ باید کرکټرانو سره وی، کرکټ بورډ نه دکتورا ته ضرورت لري او نه ماسټري ته او نه دیکتاتوري ته.))
ستانکزي دغه راز ویلي دي چې: ((همدي خړو پړو افغانانو دي هسکو څوکو ته ورساوه او همدا خړ پړ ځوانان به یي لا هم عزت او برم ساتي.))
هغه د نوي حکومت په راتګ سره د کورني کرکټ بېرته فعالېدل، د ملي لوبډلې مالي ملاتړ، چې د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو یې حقوق یوه شرکت ته ورکړل شوي او په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې شتون د خوښیو زېري ګڼلي دي.
شفیق ستانکزي د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه څخه مننه کړې او زیاته کړې ده که چېرته لوبډله په سم ډول رهبري شي، نو افغان لوبډله به نیمه پایلوبې ته لار مومي.