کورپاڼه / کرکټ / ټریوس هیډ غبرګې سلیزې ووهلې او ریکارډ یې جوړ کړ

ټریوس هیډ غبرګې سلیزې ووهلې او ریکارډ یې جوړ کړ

د استرالیا کرکټ لوبغاړي ټریوس هیډ، چې په میډل ارډر کې توپ وهنه کوي، په کورنیو یوه ورځنیو سیالیو کې غبرګه سلیزه ووهله او دویم لوبغاړی چې د یوه استرالیایي په توګه دا کارنامه ترسره کوي.

ټریوس هیډ د تېرې چهارشنبې په ورځ په (مارش جام) سیالیو کې د سویلي استرالیا لپاره د کوینزلېنډ لوبډلې پر وړاندې ۲۳۰ منډې جوړې کړې او د یوه استرالیایي لوبغاړي په توګه یې په لومړي ځل غبرګه سلیزه ووهله.

د نوموړي په ۲۳۰ منډو کې پاڼۍ کې ۲۸ څلوریزې او ۸ شپږیزې شاملې دي او بله په زړه پورې یې دا چې یادې منډې یې په ۱۲۷ توپونو جوړې کړي دي.

له نوموړي وړاندې ډرسي شرټ په ۲۰۱۸ کال غبرګه سلیزه وهلې وه او ۲۵۷ منډې یې جوړې کړې وه اوس تقریباً درې کاله وروسته هیډ دغه کارنامه ترسره کړه.

هیډ چې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې میډل ارډر لوبغاړی دی، تمه کېږي چې د ایشیز سیالیو لپاره چې د استرالیا په کوربتوب ترسره کېږی، واخیستل شي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …