کورپاڼه / اسلام / آیا جادو خو درباندې نه وي شوی؟ په دې سورت سره معلوم کړئ

آیا جادو خو درباندې نه وي شوی؟ په دې سورت سره معلوم کړئ

یو لږ شمېر خلک کله چې له دارو او درملو څخه ناهیلي شي، نو روحاني درملنې ته مخ کوي او د دم او تعویز په مرسته خپل علاج کوي، چې بیا ورته الله تعالی شفاء هم ورکوي، خو ځینې کسان له دې وړاندې ځي او په کور کې دننه تعویزونه خښوي.

د جادو په ذریعه د شیانو خښولو په کور کې تباهي تباهي رامنځته کوي او ناروغۍ رامنځته کوي او یو وخت داسې هم راځي چې انسان خپل هوش او خواس بایلي، اولاد یې نافرمانه کېږي او د ښځې او خاوند ترمنځ جنجال تر طلاق پورې رسېږي.

له دې پرته بله ستونزه دا وي که چېرته کوم ملا یا تعویزګر ته ځو، نو هغوی ترې سوداګري جوړه کړې وي، نو سړی حیران شي چې اوس چېرته لاړ شي او څه وکړي.

ددې لپاره د قرانکریم د وروستۍ سیپارې سورت انفطار سورت ولولئ نو الله تعالی به مو له وړاندې خبر کړي چې د کور په کوم ځای کې څه شی خښ دی او دا سورت باید د شپې له وېده کېدو وړاندې درې ځلې ولوستل شي.

کله چې دا وظیفه کوئ نو له وړاندې اوداس وکړئ او یاد صورت وړاندې او وروسته درې-درې ځلې درود شریف ولولئ. په اوه ورځو کې ان شاء الله پوه شئ چې پر تاسو چا جادو کړی.

دا هم ولولئ

د غار ثور په اړه په زړه پوري معلومات

د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ ژوند د ټولو خلکو لپاره د لارې …