کورپاڼه / روغتيا / که چېرته بیا-بیا ځلې د شونډو له چاودېدو سره مخ کېږئ، نو دا د خطرناکې ناروغۍ نښه هم کېدلی شي

که چېرته بیا-بیا ځلې د شونډو له چاودېدو سره مخ کېږئ، نو دا د خطرناکې ناروغۍ نښه هم کېدلی شي

موږ ډېر وخت کله چې ناروغ شو، نو بیا دا فکر کوو چې پرته له نښو، نښانو له څرګندېدو ورسره مخ شوي یو، خو دا ډول فکر کول غلط دي، ځکه داسې ډېرې نښې، نښانې شتون لري چې موږ عادي ګڼو خو هغه په حقیقت کې ددې څرګندونه کوي چې دننه سیستم ښه نه دی.

کله چې د یو شخص شونډې وچاودېږي نو دا یې په بدن کې د ویټامین بي۱۲ کمښت لامل ګڼل کېږی. دغه راز د ویټامین بي ۱۲ کمښت د نورو ناروغیو لکه د وینې د کمښت ناروغي رامنځته کوي.

د عمر په ډېرېدو سره-سره د انسان قد ټیټېږي، خو که چېرته په دې چاره کې تېزي راشي نو دا ددې خبرې څرګندونه کوی چې هډوکي مو ستونزه لري او د لوېدو په صورت کې ماتېږي.

که چېرته مو په ډېر شدت سره ساړه کېدل، نو دا ددې خبرې څرګندونه کوي چې دفاعي سیستم مو کمزوری دی او اړتیا ده چې باید هغه پیاوړی شي او د ویټامین سي د کمښت نښه هم ګڼل کېږي.

که چېرته تاسې د خوب له ستونزو سره مخ یاست او د بې خوبۍ له لاسه کړېږئ نو دا ذهني فشار څرګندونه کوي. کله چې موږ وېده یو نو زموږ بدن د کورټیسول هورمون لږ افرازوي، خو که چېرته د ذهني فشار ښکار شو نو بیا داسې نه وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …