په ترکیه کې یوه په زړه پورې پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې یو شخص د خپل ځان په لټه له ځایي خلکو سره کور په کور وګرځېده.
د ترکیې رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږپ، چې په شمال لویدیځ ایالت اوسیدونکی بهان متلو درې ورځې وړاندې له خپل ملګري سره په ځنګل کې و، خو بیا د نشې په حالت کې ورک شو.
راپور زیاتوي چې د بهان متلو ملګري او میرمنې یې تر څو ساعتونو پورې هغه ولټاوه، خو کله چې ناهیلي راستانه شول، نو ځایي ادارې ته یې د متلو د ورکېدو خبر ورکړ.
له هغې وروسته پنځوس کلن شخص د خپل ځان په لټه له پولیسو سره د مرسته کوونکو په ډله کې شامل شو او کله چې د هغه په نوم چیغه وشوه، نو یاد شخص ورته په ځواب کې وویل، زه دلته یم.
پولیسو ددې حیرانوونکې پېښې په لېدو ګوته په غاښ شول او بیا یې له هغه پوښتنې او ګروېږنې وکړې او کور ته د تګ اجازه یې ورکړه.