کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په ځانګړي ډول له مـلـا بــرا در څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړي.

محمود خان اڅکزي ويلي دي:((لویه جرګه دې په افغانستان کې د ټولو لوریو په ګډون د یوه پراخ بنسټه نظام جوړیدو ته زمینه برابره کړي.))

هغه زیاته کړې ده، چې نور هېوادونه د خپلو موخو د خوندیتوب لپاره د افغانستان جګړه غواړي، نو ددې لپاره چې د هغوی غوښتنه ته فرصت برابر نشي، لویه جرګه یې ښه لار ده.

اڅکزي له ا.ا غوښتي چې ملي بیرغ ته درناوی ولري او د تنظیمي بیرغ ترڅنګ یې د ملي بیرغ په توګه وکاروي. د نوموړي خبرو ته ا.ا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادولو وړ ده چې له ا.ا بیا-بیا ځلې د ګډ حکومت جوړېدو غوښتنه کېږي او هغوی هم په دې برخه کې ډاډ ورکوي خو په عمل کې تر اوسه داسې څه نشته.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …