کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سریلانکا غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ په یو څه توپیر ترسره کېږي
نجیب الله ځدراڼ ۲

د سریلانکا غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ په یو څه توپیر ترسره کېږي

د سریلانکا کرکټ بورډ له لورې د لینکا غوره لیګ سیالیو د دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د نوملیکنې نېټه د اکتوبر په ۵مه پای ته ورسوله، چې ۶۷۷ لوبغاړو ورته نوملیکنه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې سریلانکا د اېل پي اېل سیالۍ، چې په لومړي پړاو سیالیو نیمه پایلوبه یې په عادي ډول ترسره شوه او څلور لوبډلو پکې لوبې وکړي، سږ کال په یو څه توپیر ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې سږ کال به د اېل پي اېل لیګ کې د آی پي اېل په څېر د اول کوالیفای، ایلیمنټري او دویم کوالیفای لوبې ترسره کړي. یعنې د جدول دوه غوره لوبډلې به د مخکې تګ بل چانس هم له ځان سره لري.

د بېلګې په توګه څلور لوبډلې پلی آف ته لار مومي، لومړۍ دوه غوره لوبډلې به اول کوالیفای کوي، که چاته وګټله هغه به پایلوبې ته ځي او پاتې شوې لوبډله د ایلیمنټري ګټونکې لوبډلې سره دویم کوالیفای کوي، ترڅو پایلوبې ته لار ومومي.

د یادولو وړ ده، چې د لینکا پریمیر لیګ دویم پړاو لوبې په دسمبر کې ترسره کېږي او نهو افغان لوبغاړو اصغر افغان، محمد شهزاد، نجیب الله ځدراڼ، نوین الحق، عثمان غني، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي، نوین الحق او قیس احمد ورته نوملیکنه کړې.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …