کورپاڼه / روغتيا / آیا د تور چای له حیرانوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

آیا د تور چای له حیرانوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

تور چای د چایو له عامو ډولونو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼ شمېر روغتیایي ګټې لري. څیړنو ثابته کړې چې په ګرمۍ کې تور چای څښل د بدن تودوخه ټيټوي او انسان له ګرمۍ څخه ژغوري، دغه چای له شین چای سره د روغتیایي گټو او خوند په لحاظ توپیر لري.

روغتیایي کارپوهان وایي تور چای داسې غذایي توکي لري چې د غاښونو ورۍ پیاوړي کوي، نو که چېرته تور چای غړغړه کړل شي یا خوله پرې ووینځل شي، نو د سوخت او خارښت مخنیوی یې کوي.

تور چای د تېزابیت لرونکی وي چې کولی شي بکتریاوې له منځه یوسي، که د پښو بوی لرئ نو تور چای وایشوئ او له هغې وروسته تر پنځلس دقیقو پورې پکې پښه کېږدئ.

دغه راز تور چای انټي اکسایدو ښه سرچینه ده چې دفاعي سیستم پیاوړی او د ګڼو ناروغیو ترڅنګ د سرطاني ناروغیو مخنیوی هم کوي او د شکر لپاره هم ګټور تمامېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د تورو چایو پولی فینولونه او انټي اکساید د سلولونو د تخریب مخه نیسي او هم کولی شي چې په بدن کې د انسولینو کړنې تنظیم کړي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …