کورپاڼه / روغتيا / آیا د شلغم له حیرانوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

آیا د شلغم له حیرانوونکو روغتیایي ګټو خبر یاست؟

شلغم د سبزیجاتو له ډلې یوه داسې سبزي ده چې په ډېره ارزانه بیه موندل کېږي، خو که چېرته یې روغتیایي ګټو ته وکتل شي، نو ښایي ډېر شمېر خلک یې د سرو زرو په بیه واخلي.

شلغم د ډېر شمېر ویټامینونو او معدني موادو لرونکې سبزي او د فایبرو شتون یې د هاضمي سيستم له پیاوړتیا او روغتیا سره مرسته کوي او د استعمال په پایله کې د هضم مرحله ښه والی مومي.

لکه څنګه چې شلغم د کلیسم، پوتاشیم او نور اړینو معدني مواد لرونکې سبزي ده، نو د هډوکو په وده او پیاوړتیا کې مرسته کوي او د هډوکو د ګڼو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او ډاکتران یې د سینې ناروغانو ته توسعه کوي.

شلغم په خپل جوړښت کې په زیاته کچه انتي اکساید او منرالونه لري، چې په بدن کې د سرطان مخنیوی کوي او د ګلوکوزینولات شتون یې په بدن کې له آزادو رادیکلونو سره مقابله کوي.

دغه راز شلغم د زړه د حملې پر وړاندې هم ګټور تمامېږي او د زړه د ناروغیو مخه نیسي او ترڅنګ یې په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخنیوی هم کوي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …