کورپاڼه / روغتيا / له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن غړو ته ګټورې وي، خو د کارپوهان دا هم وایي چې د ځینو لاملونو پر اساس باید د وېده کېدو دمخه ډېرې اوبه ونه څښل شي.

روغتیایي کارپوهانو ویلي دي، ددې لپاره چې وینه مو په حرکت وي او جریان یې ښه وي نو له وېده کېدو دمخه له دوه پیالو ډېر ونه څښل شي، ځکه زیانمنې ګڼل کېږي.

که څه هم ډېرې اوبه څښل د پوستکي او سوخت ستونزې ختموي او له بدني ناروغیو مو ژغوري او ترڅنګ یې د بدني حرکتونو لپاره هم خورا ښې ګڼل کېږي او حافظې ته هم اغېزمنې وي.

خو ویل کېږي چې د وېده کېدو دمخه ډېرې اوبه څښل ځکه زیانمنې دي، چې بیا مو خوب اغېزمنوي او بیا-بیا ځلې ددې اړتیا پېښږي، چې له خوبه راپورته شو او همدا راپورته کېدل پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي او بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي.

د خوب ستونزې د انسان په دفاعي سیستم اغېزې پرېباسي او کمزوری کوي یې، خو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي، چې باید دفاعي سیستم ښه وساتو، د خوب له کمي ځان وژغورو، درې یا څلور ساعته له وېده کېدو دمخه اوبه مه څښئ پرته له دې چې ډېر تږي شئ.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …