کورپاڼه / خپلواک / د توپوهونکي تر سوځولو وروسته د توپ اچونکي جادو، دسمال نه يې چوکه جوړه کړه
تبرېز شمسي

د توپوهونکي تر سوځولو وروسته د توپ اچونکي جادو، دسمال نه يې چوکه جوړه کړه

خپلواک وېبپاڼه (٦ دسمبر ٢٠١٩): تاسې به ډېر جادوګران ليدلي و، چې بېلا بېل ډول جادو ترسره کوي او خلک حېرانوي، خو په لومړي ځل په کرکټ کې يوه داسې جالبه پېښه وشوه، چې د توپوهونکي تر سوځولو وروسته توپ اچونکي خپله خوشحالي د جادو په ډول ولمانځله او په لاس کې نيولي رومال يا دسمال نه يې چوکه جوړه کړه.

په مزانسي سوپر ليګ (اېم اېس ايل) کې د سويلي افريقا ورو توپ اچونکي تبرېز شمسي په ډېر جالب ډول د ويکټ اخيستو خوشحالي ولمانځله، چې د هغه دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده.

په سويلي افريقا کې د روان مزانسي سوپر ليګ کې چې يوې لورې ته په زړه پورې او جالبې لوبې ترسره کېږي، نو بل لوري ته د لوبغاړو خوندور سټايلونه هم مشهورېږي.

په اېم اېس اېل کې د پارل راکس لپاره لوبېدونکي تبرېز شمسي د ډربن هېټ لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او هغه د ډيويډ ملر ويکټ ترلاسه کړه، چې له هغه وروسته يې د دغه ويکټې ترلاسه کولو لمانځل په ډېر جالب انداز وکړل.

تبرېز شمسي د يوه جادوګر په څېر په خپل لاس کې د رومال يا دسمال نه چوکه جوړه کړه. د هغه دغه جادو د کرکټ مينه والو ډېر خوښ کړ او په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي دغه ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي.


د سويلي افريقا ٢٩ کلن لوبغاړى تبرېز شمسي تر دې مخکې هم په لوبو کې د توپوهونکو پر سوځولو داسې په زړه پورې او جالب سټايلونه کړي دي او په نوي ډول يې د ويکټې ترلاسه کولو خوشحالي لمانځلې ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …