کورپاڼه / هنر او کلتور / میګن مارکل بالیووډ ته د بېرته راتګ لپاره چمتوالی نیسي

میګن مارکل بالیووډ ته د بېرته راتګ لپاره چمتوالی نیسي

د شاهي کورنۍ څخه د بېل شوي شهزاده میرمن میګن مارکل بالیووډ ته د بېرته راتګ لپاره چمتوالی نیسي. هغه د اداکارۍ نړۍ ته په بېرته راتګ د غوره رول په هڅه کې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې شاهي شنونکی نیل شان ویلي دي چې میګن مارکل بالیووډ ته د بېرته راتګ لپاره چمتوالی نیسي.

هغه ویلي دي چې میګن د یو عام انسان په توګه د ژوند تېرولو له پرېکړې وروسته اوس د یو داسې غوره رول په هڅه کې ده چې د تل لپاره یادګاري پاتې شي.

د یادولو وړ ده چې میګن مارکل په ۲۰۱۸ کال له شهزاده هیري سره له واده کولو وروسته له سکرین پرته په تخلیقي صنعت کې خپل کار ته ادامه ورکړه، خو د ادکار په توګه یې په سکرین کار پرېښود او اوس به په یو بلاک بسټر فلم کې کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې میګن مارکل له شهزاده هیري سره تر لېدنې وړاندې تر پنځلس کلونو پورې اداکاري وکړه او په (سوټس) او د (ریچل زین) رول ډېر مشهور دی.

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …