کورپاڼه / کرکټ / کین ویلیمسن: راشد خان به په نړیوال جام کې خطرناک ثابت شي

کین ویلیمسن: راشد خان به په نړیوال جام کې خطرناک ثابت شي

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر کین ویلیمسن ویلي دي، چې په شل اوریز نړیوال جام کې راشد خان ډېر خطرناک ثابتېدلی شي. له ټولو لوبډلو سره د لوبې ګټونکي لوبغاړی شته، ډېرې ښې لوبه به وشي.

نوموړي په یو خبري کانفرانس کې ویلي دي، چې د نړیوال جام هره لوبډله د لوبې ګټونکي لوبغاړي لري، هره لوبډله بلې هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.

ویلیمسن، چې ټپي هم دی او ښایي په تمریناتي سیالیو کې ونه لوبېږي، زیاتوي چې د هرې لوبډلې هڅه به دا وي چې په ټورنمنټ کې ښه پیل وکړي.

هغه دغه راز ویلي دي، چې شل اوریز نړیوال جام کې به چیلنج یا ننګونه دا وي، چې له هرو دریو ورځو وروسته به نوې سیال لوبډلې سره په نوي لوبغالي کې مخ کېږي او له مختلف آب او هوا کې به لوبېږي.

ویلیمسن د افغان لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي په اړه ویلي دي، چې هغه به ډېر خطرناک ثابت شي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …