د افغانستان په تېر حکومت کې لومړی اجراییه رییس او وروسته بیا د سولې عالي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به داسې غوښتنې کولې، چې ښايي ان ماشومان یې هم ونکړي او په ډېرو وړو وړو خبرو به د مخکیني ولسمشر اشرف غني او د هغه له ټیم څخه مرورېده.
په دې اړه د تېر حکومت د چارو ادارې یو همکار محبوب شاه محبوب لیکلي دي، چې عبدالله عبدالله یو ځل له دې امله مرور شوی و، چې په مجلس کې د هغه د څوکۍ مخې ته مېز ولې نه دی ایښودل شوی.
هغه په خپل یو پوسټ کې د عبدالله عبدالله په اړه لیکي: ((ډاکتر عبدالله عبدالله یوه اونۍ په دې مرور و چې له امریکايي استازو سره د ولسمشر په مجلس کې ولې زما چوکۍ سره خواکې مېز نشته؟ شل ځله به یې تشریفاتو ته فرمایش دا و چې چوکۍ یې باید له امرالله صالح څخه پورته ایښي وي،۱۵۶۰ کسه یې غېر قانوني مقرر کړي وو او له موږ په دې خفه و چې ولې معاش نه ورکوئ؟))
محبوب شاه محبوب د عبدالله عبدالله په اړه زیاتوي: ((بهرنيو سفرونو کې به یې یوه میاشت په دې ناندرۍ وهلې چې ولې چارتر طیاره راته نه نیسئ؟ پوره دوه میاشتې یې په دې جنجال وکړ چې ولې یې خوری د مالیې وزیر/سولې په چارو کې د دولت وزیر نه مقرریږي؟ د ولسمشر پر وړاندې یې له هېڅ دسیسې درېغ ونه کړ مګر نن ګیلې او نیوکې هم همدا جناب کوي!؟ عجب حساب، عجب کتاب!؟))
د یادولو وړ ده چې عبدالله عبدالله په تېر حکومت کې هم له اشرف غني سره شریک و او د سولې عالي شورا مشري یې هم په غاړه لرله، خو اوس په هره مرکه کې د سقوط ټوله پړه په اشرف غني اچوي او ځان سپین باز اعلانوي.