د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هربجن سینګ په شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ له سیالۍ وړاندې د پاکستان پر پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر طنز کړی دی.
هربجن سینګ په شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ په ترسره کېدونکې سیالۍ خبرې کړي او ویلي یې دي چې ما له شعیب اختر سره خبرې کړي، هغه راته وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې ګټه څه ده؟
نوموړي ویلي دي، پاکستان به د هند پر وړاندې ولوبېږي او بیابه یې وبایلي، زموږ لوبډله ډېره پیاوړې ده، د پاکستان لوبډلې هیڅ چانس نشته.
#MaukaMauka milte hi, @harbhajan_singh had a special message ahead of #INDvPAK! 😉
Will #MaukaMan avail the #Buy1Break1Free offer after the ICC Men’s #T20WorldCup 2021 ⚔️?#LiveTheGame | Oct 24 | Star Sports Network & Disney+Hotstar pic.twitter.com/zHFdHQCrX6
— Star Sports (@StarSportsIndia) October 14, 2021
د یادولو وړ ده چې شل اوریز نړیوال جام دوه ورځې وروسته د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پیلېږي او هند او پاکستان به د همدې میاشتې په ۲۴مه نېټه سره مخ شي.
پاکستان کرکټ لوبډله په نړیوال جامونو کې د هند پر وړاندې ښه تاریخ نلري او تر اوسه په ترسره شوو لوبو کې یوه لوبه هم د پاکستان لوبډلې نه ده ګټلې.