کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان: دا ځل به نړیوال جام کې تر فاینل پورې لاره پېدا کوو
اصغر افغان

اصغر افغان: دا ځل به نړیوال جام کې تر فاینل پورې لاره پېدا کوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکینی کپتان او په نړیوال شل اوریز جام کې د لوبډلې غړی اصغر افغان وايي چې دا ځل به کوشش کوي چې په نړیوال شل اوریز جام کې نیمه پایلوبې او تر پایلوبې پورې ځان ورسوي.

اصغر افغان په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې موږ په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ غوره سپینران او غوره توپوهونکي لرو او دا ځل به په نړیوال شل اوریز جام کې ډېر مختلف پایله خلک وویني.

نوموړي دا هم وویل، چې دا پنځم ځل دی چې افغانستان په نړیوال جام کې ګډون کوي او هر ځل افغانستان د تېر په څېر پرمختګ کړی دی.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم څو څو ځلې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو لکه اصغر افغان، محمد نبي، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي او نورو دا خبرې کړې دي چې دوی به نیمه پایلوبې یا پایلوبې ته ځان رسوي.

د یادولو وړ ده چې نړیوال شل اوریز جام د اکتوبر په ۱۷مه نېټه شروع کېږي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …