کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز د کلکتې لپاره د ۱۹۳ منډو هدف کېښود

چینای سوپر کینګز د کلکتې لپاره د ۱۹۳ منډو هدف کېښود

د چینای سوپر کینګز لوبډلې د فاف ډوپلیسي، رتوراج ګیکواډ، روبین اوتاپا او معین علي د ډېرې ښې توپ وهنې پرمټ کلکتې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

د هند سترو سوداګریزو سیالیو (آی پي اېل) په پایلوبه کې د چینای سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره مخ شوې، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

چینای سوپر کینګز په ټاکلو شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې او د کلکتې لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو ستر هدف کېښود.

د چینای لپاره په توپ وهنه کې فاف ډوپلیسي غوره توپ وهنه وکړه، هغه ۸۶ منډې جوړې کړې. دغه راز رتوراج ګیکواد ۳۲، روبین اوتاپا ۳۱ او معین علي ۳۷ منډې جوړې کړې.

د کلکتې لپاره سنیل ناراین غوره توپ اچونه وکړه، هغه څلور اورونه ترسره کړل، ۲۶ منډې یې ورکړې او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې او شیوام ماوي بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …