کورپاڼه / کرکټ / د اسيايي کرکټ شورا غونډه کې د اسیایي جام د ترسره کېدو پرېکړه وشوه

د اسيايي کرکټ شورا غونډه کې د اسیایي جام د ترسره کېدو پرېکړه وشوه

له اوږد ځنډ وروسته د اسیایي کرکټ شورا غونډه ترسره شوه او په دې غونډه کې د اسیایي جام د ترسره کېدو پرېکړه وشوه. د پرېکړې له مخې دغه جام به د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه، چې سږ کال د جون میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ ترسره شي، خو بیا د کرونا وایروس په سبب وځنډېدې.

اوس سرچينې وايي چې د پاکستان په کوربتوب پلان شوی اسيا جام سيالۍ به د سریلانکا په کوربتوب په شل اوريز فارمټ کې د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې ترسره شي.

راپور زیاتوي، د اسيايي کرکټ شورا غونډه نن په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه او ښايي سبا هم دوام وکړي. ویل کېږي چې په یاده غونډه کې به د نورو بحثونو ترڅنګ د اسیایي بلاک په اړه هم بحث وشي.

د یادولو وړ ده، اسیا جام د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شوې او له هغې وروسته بیا نه دي ترسره شوي. اسیا جام سیالۍ له ۱۹۸۴ کال راهيسي ۱۴ ځلې شوي دي چې ۷ ځلې هند، ۵ ځلې سرېلانکا او ۲ ځلې پاکستان ګټلي دي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …