کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل سیالیو اتلولي خپله کړه

چینای سوپر کینګز د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل سیالیو اتلولي خپله کړه

د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ښې توپ وهنې ترڅنګ ښه توپ اچونه هم وکړه او په دې سره یې د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل سیالیو اتلولي خپله کړه.

د هند سترو سوداګریزو سیالیو (آی پي اېل) په پایلوبه کې د چینای سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره مخ شوې، چې کلکتې د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

چینای سوپر کینګز په ټاکلو شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې او د کلکتې لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو ستر هدف کېښود.

د چینای لپاره په توپ وهنه کې فاف ډوپلیسي غوره توپ وهنه وکړه، هغه ۸۶ منډې جوړې کړې. دغه راز رتوراج ګیکواد ۳۲، روبین اوتاپا ۳۱ او معین علي ۳۷ منډې جوړې کړې. د کلکتې لپاره سنیل ناراین دوه او شیوام ماوي بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کلکته د ۱۹۳ منډو هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۵ منډې وکړې او په ۲۷ منډو یې ماتې وخوړه، چې ډلې یې شبمن ګیل ۵۱ او وینکټیش ایر ۵۰ منډې وکړې. د چینای لپاره شردل ټاکور درې، جوش هیزلیووډ او جدیجا دوه-دوه، ډیوین براوو لو دیپک چاهار یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …