کورپاڼه / کرکټ / مورلي درن: د یوې ټاکلې لوبډلې په اړه څه نشم ویلی، بلکې هره لوبډله دا نړیوال جام ګټلی

مورلي درن: د یوې ټاکلې لوبډلې په اړه څه نشم ویلی، بلکې هره لوبډله دا نړیوال جام ګټلی

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او مخکښ توپ اچونکي مرلي درن ویلي دي، چې د متحده عربي اماراتو او عمان په آب او هوا کې د یوې ټاکلې لوبډلې په اړه څه نشم ویلی، بلکې هره لوبډله دا نړیوال جام ګټلی شي.

د کرکټ نړیوالې شورا پر ویبپاڼه لیکل شوي کالم کې سریلانکا لوبغاړي مورلي درن ویلي دي، چې د نړیوال جام سیالیو په پاڼیو کې لومړي شپږ اورونه مهم دی او د لوبډلې ۷۰-۸۰ سلنه فیصله پر همدې اورونو کېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې ده، که چېرته یوه لوبډله ښه پیل ونه کړي، نو وروسته بیا کم بیک کول او لوبه جوړول به تر ډېره ستونزمن وي.

مورلي درن دا هم ویلي چې په شل اوریزو لوبو کې ښه پیل ترلاسه کول مهم دي، دا د خوښۍ ځای دی چې د توپ وهونکو په دې فارمیټ کې د ورو توپ اچونکو رول هم مهم ګرځېدلی دی.

هغه ویلي چې په شل اوریزو لوبو کې که توپ اچونکي دفاعي توپ اچونه وکړي او منډې کنترول کړي نو دا به یې بریا وي، دا به د توپ اچونکي لپاره اړینه وي چې د توپ وهونکي ذهن مطالعه کړي او بیا توپ اچونه وکړي او دا یې هم ویلي چې د اماراتو ویکټې د ورو توپ اچونکو لپاره برابرې دي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …