کورپاڼه / روغتيا / په سوړ او وچ موسم کې د ویښتانو د توییدو درملنه

په سوړ او وچ موسم کې د ویښتانو د توییدو درملنه

هغه خوراکي توکي چې پر روغتیا منفي اغېزې کوي او د ژوند له غلطو طریقو څخه کار اخلي، نو په همدې سبب هر دویم شخص د ویښتانو له کمزورۍ او توییدو څخه شکایت کوي. ددې ستونزو د حل لپاره د تورې دانې یا سیاه دانې تېل ګټور تمامېږی او ویښتو ته وده ورکوي.

د پوستکي، نوکانو او ویښتو اړوندو ناروغیو د درملنې متخصصین وایي، چې توره دانه یا سیاه دانه د روغتیا لپاره ګټورې وې او له همدې دانو څخه ترلاسه کېدونکې تېلو نېغ په نېغه استعمال هم ډېر اغېزمن تمامېږي.

روغتیاپالان وایي چې د ښکلو او پیاوړو ویښتانو لپاره اړینه ده چې د ویښتو بېخونه مالش کړو او همدا لامل دی چې هرڅوک ویښته په تېلو مالش کوي. نو که چېرته د تورې دانې تېل لږ غوندې ګرم شي او بیا پرې د سر پوستکی مالش شي، نو ویښتانو ته ګټور وي.

د تورې دانې تېلو د فورمولې د تیارولو لپاره په برابره اندازه د شړشمو او زیتونو تېل راواخلئ او دواړه ښه سره ګډ کړئ. له دې وروسته د بادامو او کوپرې تېل ور واچوئ او بیابه یې لږ ګرم کړئ او له دوو تر دریو کاچوغو توره دانه ور واچوئ او ښیښه یي بوتل کې یې واچوئ.

بیا دا بوتل تر یوې اوونۍ پورې د لمر تېزو وړانګو ته کېږدئ او ماښام سره په سیوري کې کېږدئ او یوه اوونۍ وروسته یې استعمال کړئ او هر کله چې دغه تېل استعمالوي نو د ویټامین اي تېل ور زیات کړئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …