کورپاڼه / روغتيا / فولیک اسید د انساني بدن لپاره تر کومه حده ګټور وي؟

فولیک اسید د انساني بدن لپاره تر کومه حده ګټور وي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې فولیک اسید د انساني بدن لپاره بنسټیز توکی دی او په استعمال سره یې بې شمېره روغتیایي ګټې ترلاسه کېږي او ترڅنګ یې د ښځو لپاره له واده وړاندې او د حمل پرمهال اړین وي.

روغتیاپالان زیاتوي چې فولیک اسید د فولیټ او ویټامین بي ۹ په نوم هم پېژندل کېږي او د وینې سره کرویاتو په تشکیل او د عضلو په جوړښت کې مهم رول لوبوي او د کوچنیانو او لویانو په ځانګړي توګه د میرمنو لپاره بنسټیز ویټامین دي.

روغتیایي کارپوهان د حمل پرمهال میرمنو ته د فولیک اسید د استعمال لارښوونه کوي، خو ډېر شمېر میرمنې یې استعمال ته پام نه کوي، خو باید وویل شې چې د حامله میرمنو لپاره د فولیک اسید استعمال اړین دی او په استعمال سره یې نه یوازې صحت مندې وي بلکې د وینې له کمښت څخه هم ژغورل کېږي

فولیک اسید د حمل ستونزې آسانوي او د ماشوم په تشکیل کې مهم رول لوبوي او ډېر شمېر ماشوم له مورزادي نیمګړتیاوو څخه د ژغورلو لپاره په اوړو کې فولیک اسید ګډ او استعمالوي. یو عام انسان په ورځ کې ۴۰۰ مایکرو ګرامه فولیک اسیدو ته اړتیا لري او حامله میرمنې باید له ۴۰۰-۱۰۰۰ مایکرو ګرامو پورې فولیک اسید استعمال کړي.

دغه راز فولیک اسید د فلج له ناروغۍ څخه په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي، د وینې لوړ فشار، د زړه ناروغیو او د زړه حملو خطرونه کموي. که چېرته هره ورځ د فولیک اسید استعمال اړین وګرځول شي نو په څلورو کلونو کې به د فلج خطر ۷۳-۷۵ سلنو پورې کم کړي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …