کورپاڼه / خپلواک / پاني پت فلم کې تاريخ څومره تخريب شوی؟ او احمد شاه بابا پکې څه ډول ښودل شوی؟
احمد شاه بابا او سنجی دت

پاني پت فلم کې تاريخ څومره تخريب شوی؟ او احمد شاه بابا پکې څه ډول ښودل شوی؟

خپلواک وېبپاڼه (۷ دسمبر ۲۰۱۹): د پاني پت پر تاريخي جګړه او هغه جګړه چې په سیمه کې يې ستر بدلون راوستی و، جوړ شوی فلم (پاني پت) پرون نندارې ته وړاندې شو.

دغه فلم چې د احمد شاه بابا کردار پکې وړاندې شوی و، نه يوازې دا چې ډېری هنديان ورته په تمه و، بلکې افغانان هم د دغه فلم نندارې ته وړاندې کېدو ته سترګې په لار و، ځکه چې د فلم د ټرېلر خپرېدو نه وروسته افغانانو فکر کاوه چې په دغه فلم کې به احمد شاه بابا او يا هم افغانانو ته سپکاوی شوی وي.

دغه فلم چې په يوه تاريخي جګړه جوړ شوی دی او هر څومره فلمونه چې په تاريخ جوړ شوي دي، حتماً پکې تاريخ هم تخريب شوی دی، ځکه په تاريخ کې چې يو څه راغلي، هماغه ډول نه دي وړاندې شوي.

چون دا فلم يو هندي ډايريکټر جوړ کړی دی او د هند خلکو ته په کتلو سره يې دغه فلم جوړ کړی دی، نو حتماً په کې تاریخ په دې ډول ښکاره شوی، په کوم ډول چې دغه تاريخ ته هنديان ګوري.

که په لويه کچه خبره وشي، نو په فلم کې دغه تاريخي جګړه په هماغه ډول ښودل شوې ده، لکه څنګه چې په تاريخ کې راغلې ده، چې احمد شاه ابدالي پکې بريا خپله کړې او د مراټيانو ستر سامراج ته يې ماتې ورکړې ده، خو که په جزيياتو يې خبره وشي، نو په دغه فلم کې ډېرې تېروتنې شوې دي، چې ښايي فلم جوړونکي قصداً د خپل فلم د ښه کولو لپاره کړي وي.

پاني پت

د بېلګې په ډول، کله چې د مراټيانو مشر سدا شيو راو باو له احمد شاه ابدالي سره ويني، نو هغه ورته وايي چې ته د هند د (لوټلو) لپاره راغلی يې. که څه هم په تاريخي کتابونو کې دا خبره شته چې د احمد شاه ابدالي لښکر په هند کې تر څه حده لوټمار هم کړی و، خو په فلم کې د نورو هغه خبرو يادونه نه ده شوې چې احمد شاه ابدالي يې د هند تګ ته مجبوره کړی و.

د احمد شاه ابدالي هند ته د تللو دوه مهم لاملونه يو، يو دا چې د مراټيانو له لوري په هند کې سخت ظلمونه پيل شوي و او مسلمان مشرانو له احمد شاه بابا غوښتنه کوله چې هند ته راشي او د مراټيانو له دغه ظلمونو مسلمانان وساتي، همدا راز دويم لامل بيا دا هم و چې په پنجاب کې سيکانو بغاوتونه پيل کړي و او د افغانانو واکمنۍ ته يې ګواښونه جوړول.

په دغه فلم کې د پاني پت د جګړې پر مهال د احمد شاه ابدالي زوی راځي او ورته وايي چې په کندهار کې سياسي حالت ترينګلی شوی دی، ځکه چې د احمد شاه ابدالي وروڼه او تره زامن واک ته رسېدل غواړي او ګډوډي يې رامنځته کړې ده، که څه هم په تاريخي کتابونو کې د دغه ګډوډۍ يادونه شته، خو هغه د پاني پت تر جګړې ډېر مخکې خبره ده.

همدا راز په دغه فلم کې په يوه صحنه کې احمد شاه ابدالي د ډيلي تر نيولو وروسته د مراټيانو د اصلي مرکز (پونی) د نيولو هوډ هم څرګند کړی دی، خو په همدغه فلم کې بیا څو څو ځلې همدا خبره بېرته رد شوې هم ده چې احمد شاه ابدالي نه غواړي تر ډيلي اخوا لاړ شي او نه هم په تاريخ کې دا خبره شته چې احمد شاه ابدالي دې د (پونی) د نيولو کوم هوډ درلود.

همدا راز په دغه فلم کې هم د احمد شاه ابدالي له لوري د ډيلي د نيولو په اړه د هغه هوډ نشته، هغه د مسلمان حکمرانانو له لوري دې ته هڅول کېږي تر څو ډيلي ونيسي.

سنجی دت

هغه مهال چې احمد شاه بابا د هند په پاني پت کې له مراټيانو سره جنګ کاوه، د احمد شاه بابا عمر شاوخوا ۳۹ کاله و، خو په فلم کې د هغه رول بيا ۶۳ کلن سنجی دت لوبولی دی، چې دا هم په تاريخي ډول باندې ستره تېروتنه ده.

همدا راز په دغه فلم کې ويل شوي دي چې احمد شاه بابا د ۱۰۰ زره پوځيانو سره هند ته ورغلی، خو په تاريخ کې بيا د شاوخوا ۳۰ زره پوځيانو يادونه شوې ده او شاوخوا ۴۰ زره پوځيان بيا له احمد شاه بابا سره په هند کې د هغه د متحدينو نه یو ځای شوي و.

په دغه فلم کې مراټيان داسې ښکاره شوي دي چې هغوی د هند د ټولو قامونو خواخوږي و او غوښتل يې چې د هند ټول قامونه يو ځای کړي او د هغوی لپاره يو حکومت رامنځته کړي، خو که تاريخ وکتل شي نو په هغه کې راغلي دي چې مراټيان هغه خلک و چې سخت په خپله نشه کې مست و، په نورو خلکو يې سختې ماليې لګولې وې، که څه هم هغوی طاقتور خلک و، خو پر نورو خلکو يې ځان ډېر لوړ ګاڼه او د هند نور قومونه ترې ناخوښه و.

په دغه فلم کې احمد شاه بابا د يو بې زغمه، غوسه ناک او شډل واکمن په توګه وړاندې شوی دی چې هېڅ له تمدن خبر نه و، خو په اصل کې احمد شاه بابا يو ارامه او زړه سوانده پاچا و، چې دا خبره پروفېسر ګنډا سينګ هم په خپل کتاب کې کړې ده او هغه ويلي دي، چې ايرانيانو او هندوانو د هغه په اړه چې کومې بدې خبرې کړي، هغه هېڅ حقيقت نه لري.

تر ټولو د خندا وړ صحنه په فلم کې دا ده، چې کله احمد شاه بابا هند ته ځي نو هلته ورته په يو قاب کې تازه مېوې وړاندې کېږي او احمد شاه بابا ورته وايي، چې هند ته يوازې د مېوو لپاره راتلل هم بده خبره نه ده او هلته هغه بيا يو انار رااخلي او په ډېرې لېوالتيا يې خوري، حال دا چې د کندهار انار په ټوله نړۍ کې نشته دی، نو دا هم د فلم جوړونکو کم علمي يا لا علمي ښکاره کوي.

همدا راز په دغه فلم کې چې د احمد شاه بابا کوم ډول کالي دي يا هم د افغانانو کوم کالي دي، هغه هم هېڅ له حقيقت سره سر نه خوري، ځکه دا ډول کالي نه افغانانو پخوا چېرته اغوستل او نه يې اوس اغوندي.

د فلم د جوړونې په برخه کې هم ځينې خبرې کېدای شي، خو هغه زموږ کار نه دی، خو البته د پاني پت د جګړې په اړه چې اشوتوش ګواريکر کومه هڅه کړې ده، داسې نيمه بريالۍ هڅه ورته ويل کېدلای شي، ځکه چې هغه يو ځل بيا هڅه کړې ده چې مراټيان نړۍ ته ښه خلک وښايي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …