کورپاڼه / کرکټ / د هند او پاکستان کرکټ بورډ مشرانو غېر رسمي لېدنه کړې

د هند او پاکستان کرکټ بورډ مشرانو غېر رسمي لېدنه کړې

د هند کرکټ بورډ رییس سارو ګنګولي او د پاکستان کرکټ بورډ رییس رمیز راجا ترمنځ غېر رسمي لېدنه شوې او رمیز راجا ته یې د آی پي اېل پایلوبې د لېدو بلنه هم ورکړې وه.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، د دواړو بورډونو مشرانو ترمنځ لېدنه د اسیایي کرکټ شورا (ای سي سي) د غونډې په اړخ کې شوې ده.

راپور زیاتوي، چې رمیز راجا او سارو ګنګولي د غېر رسمي لېدنې پرمهال اسیایي کرکټ ته د ودې ورکولو ترڅنګ د بېلابېلو چارو په اړه خبرې کړي دي.

سرچینې دا هم ویلي دي، چې د دواړو ترمنځ د لېدنې پرمهال سارو ګنګولي، رمیز راجا ته د هند پریمیر لیګ پایلوبې د لېدو بلنه هم ورکړې وه.

رمیز راجا د اسیایي جام غونډې پرمهال له بنګله دېش، سریلانکا او عربي اماراتو له کرکټ مشرانو سره هم غېر رسمي لېدنې کړي. د یادولو وړ ده چې په دې غونډې کې د اسیا جام د ترسره کېدو پرېکړه هم شوې ده.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …