سترګې د الله تعالی له ترټولو نعمتونو لوی نعمت دی، نو ددې لپاره اړینه چې د سترګو ساتنه وکړو، ترڅو د نظر ترڅنګ عصبي آرام هم ترلاسه کړو. په دې تړاو روغتیایي کارپوهانو د سترګو له ناروغۍ څخه د ژغورلو مهمې لارښوونې کړي دي.
روغتیا پالان وایي چې کمپیوټر، ټابلیټ، موبایل یا تلویزون ته له نږدې څخه کتل د سترګو ستونزې پیدا کوي او بیا وروسته د پرلپسې شکایتونو لړۍ پیلېږي.
ددې لپاره باید خپلو سترګو ته له هرو شل دقیقو وروسته آرام ورکړو او د کمپیوټر، ټابلیټ او موبایل څخه تر شل ثانیو پورې نظر واړوو او له هرو دوو ساعتونو وروسته د سترګو د ساتنې لپاره پنځلس دقیقې وقفه ورکړو.
روغتیا پالان وایي، هغه کسان چې لیکونکي یا لوستونکي وي د بېلګې په توګه کالم لیکونکی، راپور جوړونکی او هر هغه څوک چې پر کمپیوټر کار کوي، د هغوی لپاره اړینه ده چې د سترګو ساتنه وکړي.
دغه راز اړینه ده چې هر کال د سترګو معاینه وکړو، په ځانګړي توګه له څلویښت کلونو څخه ډېر عمره کسان باید ضرور معاینات ترسره کړي، ترڅو له اړوند ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.