کورپاڼه / کرکټ / بابر اعظم په ۳۶ زره فوټه لوړوالي خپله د زوکړې ورځ ولمانځله

بابر اعظم په ۳۶ زره فوټه لوړوالي خپله د زوکړې ورځ ولمانځله

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ۲۷ کلن شو، هغه د خپلې زوکړې مراسم د ۳۶ زره فوټه په لوړوالي سره ولمانځه.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان کرکټ لوبډله تېره ورځ په نړیوال جام کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه او هلته به په نړیوال جام کې پخپل ګروپ کې له هند، افغانستان، نیوزیلېنډ او دوو نورو لوبډلو سره مخ شي.

بابر اعظم د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په لاهور کې زېږېدلی دی او تېره ورځ ۲۷ کلن شو او کله چې پاکستانۍ لوبډله عربي اماراتو ته تلله، نو په الوتکه یې د بابر اعظم کلیزه ولمانځله.

په دې مراسمو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو، اداري کارمندانو او د لوبغاړو کورنیو ګډون کړی و او بابر اعظم ته یې د زوکړې ورځې مبارکي ورکړه.

د بابر اعظم د ۲۷مې کلیزې په مناسبت د لوبډلې د ادارې لخوا ځانګړی کیک هم جوړ شوی، چې په هغې تاج، بیټ، بال، موبایل، آیپوډ او د نوموړي د خوښي موټر پکې شامل دی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …