کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي یا مبصرین اعلان کړل.

سرچینې وایي چې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ډیرن سیمي، د استرالیا کرکټ لوبغاړی شین واټسن او د سویلي افریقا چټک توپ اچونکی ډیل سټین هم په نړیوال جام کې د کمنټري چمتو دي.

په دې مناسبت د کرکټ نړیوالې شورا هم اعلان کړی، چې په نړیوال جام کې به لږ تر لږه ۳۵ کامرې وي او مینوالو به له بېلابېلو ټیکنالوژۍ څخه په ګټنې ډېره معلومات ترلاسه کړي او توپ ټریکنګ سره-سره به دا ځل د بیټ ټریکنګ سافټویر هم استعمال شي.

یاد شورا وایي د نړیوال جام پرمهال به په دوه سوه هېوادونو کې په مجموعي ډول له لس زرو ساعتونو ډېر نشریات وکړي او له مخې به یې د کرکټ مینوال ډېر خوند واخلي.

د آی سي سي لخوا په اعلان شوي مبصرینو کې بازید خان، ډیرن سیمي، ډیل سټین، شین واټسن، ناصر حسین، هرشا بوگلې، ایین بشپ، نتالي جرمانوس، سنیل ګواسکر، مایکل ایترټن، سایمن ډول، رسل آرنولډ، انجم چوپړا، مرالي کارتیک، اطهر علی خان، ایم مانګوا، پریسټن مومسن، ډیني موریسن، نیل او براین، مارک نکولس اور ایلن ولکنس شامل دي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …