کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سږني آی پي اېل د غوره لوبغاړو چا-چا واخیستې؟

د سږني آی پي اېل د غوره لوبغاړو چا-چا واخیستې؟

سږني آی پي اېل یعنې څوارلسم پړاو سیالیو اتلولي چینای سوپر کینګز د کلکتې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله کړه او دا څلورم ځل شو چې دا لوبډله اتلولي خپلوي.

ددې سیالیو پرمهال ځینې لوبغاړي تر نورو ښه وځلېدل او هغوی ته جایزې هم ورکړل شوې. دا جایزې غوره توپ اچونکي، غوره توپ وهونکي، د پایلوبې غوره لوبغاړي او غوره ډګر ساتونکي ته ورکړل شوې.

ددې سیالیو ترټولو زیاتې جایزې هرشل پټیل واخیستې. نوموړي د بېنګلور لوبډلې لپاره یې ۳۲ ویکټې ترلاسه کړې، د ټورنمنټ غوره توپ اچونکی ونومول شو.

دغه راز د ډګر ساتنې په برخه روي بیشنوي ته جایزه ورکړل شوه. هغه د آی پي اېل څوارلسم پړاو ترټولو غوره کیچ نېولی او جایزه یې وګټله.

ددې سیالیو ترټولو غوره منډې د چینای پیلیز توپ وهونکي ګیکواډ وکړي، هغه د ۶۳۵ منډو په ترسره کولو لومړی شو او د ایمیرجینګ لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته او د پایلوبې جایزه بیا فاف ډوپلیسي د ۸۶ منډو په جوړولو ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …