کورپاڼه / خبرونه / راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چینای پکې په ۲۷ منډو بریا ترلاسه کړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا څلورم ځل دی چې چینای سوپر کینګز د آی پي اېل سیالیو اتلولي ګټي. په همدې مناسبت د نړۍ د نورو مشهورو لوبغاړو ترڅنګ راشد خان او محمد شهزاد هم د چینای لوبډلمشر ډهوني ته ماتې ورکړه.

د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې افغان لوبغاړي راشد خان هم د مهیندر سینګ ډهوني په مشرۍ د چینای په اتلولۍ خوښۍ څرګنده کړې او پر ټویټرپاڼه یې ورته مبارکي ورکړې.

دغه راز بل افغان لوبغاړي محمد شهزاد، چې د ډهوني ځانګړی مینوال دی او د هغه هره لوبه په ډېره مینه ګوري، هم د چینای سوپر کینګز په بریا خوښي څرګنده کړې ده.

محمد شهزاد، چې وخت ناوخت د ډهوني هلیکوپټر شاټ هم وهي، د چینای سوپر کینګز مینوالو ته ددې لوبډلې په اتلولۍ مبارکي ورکړې ده.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …