کورپاڼه / کرکټ / د ډهوني لپاره دوه لویې خوشحالۍ: هغه یو ستر ریکارډ جوړ کړ او پلار کېدونکی هم دی

د ډهوني لپاره دوه لویې خوشحالۍ: هغه یو ستر ریکارډ جوړ کړ او پلار کېدونکی هم دی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د چینای سوپر کینګز اوسني لوبډلمشر بیګا شپه دوه لویې خوشحالۍ ترلاسه کړې، هغه په بیګانۍ لوبې سره ریکارډ هم جوړ کړ او معلومه هم شوه چې پلار کېدونکی دی.

بیګا د آی پي اېل څوارلسم پړاو سیالیو پایلوبه د کلکتې او چینای لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چینای د ډهوني په لوبډلمشرۍ کلکته ماته کړه او د څلورم ځل لپاره یې اتلولي خپله کړه.

په دې سره مهیندر سینګ ډهوني په ۳۰۰ شل اوریزو لوبو کې د لوبډلمشر په توګه هم ولوبېده او لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې په دومره ډېرو لوبو کې ګډون کوي.

دغه راز د بیګانۍ لوبې د نندارې لپاره د ډهوني میرمن ساکشي او لور یې زیوا هم د لوبې د نندارې لپاره لوبغالي ته ورغلي ول، چې بیا د لوبې په پای کې میدان هم ورښکته شول.

که څه هم ډهوني د ساکشي د حامله کېدو خبر پټ کړی و، خو کله چې هغه میدان ته ورښکته شوه، نو په رسنیو یې په اړه راپورونه خپاره شول. بله خوا د سوریش رینا میرمن پیرینکا هم دغه خبر تایید کړی دی.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …