کورپاڼه / اسلام / عربي اماراتو د روژې، کوچني اختر او لوی اختر نېټې اعلان کړې
د روژې مياشت

عربي اماراتو د روژې، کوچني اختر او لوی اختر نېټې اعلان کړې

متحده عربي اماراتو د روژې میاشتې د پیلیدو، د کوچني اختر، لوی اختر او نورو مذهبي ورځو نېټې اعلان کړې.

د معلوماتو له مخې، د متحده عربي اماراتو د ساینس او ستورپوهنې وزارت پوهانو د راتلونکو مذهبي ورځو اعلان کړی دی، چې د روژې میاشت به د اپریل په دویمه نېټه وي.

ابراهیم الجروان وايي، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په دویمه نېټه (د وري ۱۳مه نېټه) د روژې میاشتې پیلیدو احتمال شته، خو اعلان به د میاشت له لیدلو وروسته کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې احتمال دی چې کوچنی اختر به د مۍ په ۲مه نېټه (د غویي په ۱۲مه نېټه) د دوشنبې په ورځ وي.

همدا راز د جولای په ۱۹مه نېټه (د چنګاښ ۲۸مه نېټه) به د عرفې ورځ او د جولای ۲۰مه نېټه (د چنګاښ ۲۹مه نېټه) به د لوی اختر ورځ وي.

دا هم ولولئ

د افغانستان بانک د انفرادي حساب لرونکو کسانو لپاره له بانک څخه د پیسو ایستلو اندازه ډېره کړه

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د انفرادي حساب لرونکو کسانو لپاره …