کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اسما: سعودي عربستان کې د خپل ملګري سره د سمندر په غاړه وخت تېرول، موسیقي او نڅا کول، هېڅ فکر نه و کړی

اسما: سعودي عربستان کې د خپل ملګري سره د سمندر په غاړه وخت تېرول، موسیقي او نڅا کول، هېڅ فکر نه و کړی

سعودي عربستان ډېر په چټکۍ سره د بدلون پر لور روان دی او پنځه کاله مخکې چې په سعودي عربستان کې خلکو د ډېر څه په اړه فکر هم نه شو کولی، اوس هغه هر څه په خپله کوي.

د سعودي حکومت د ویژن ۲۰۳۰ له مخې په دغه هېواد کې په خپل قانون کې ډېر بدلون راوستی دی، چې ښځو ته يې ډېره ازادي ورکړې ده او هغه ډېر څه چې مخکې د مذهب له مخې بند و، اوس يې په کولو هېڅ بندېز نشته.

تر ۲۰۱۷ کال پورې په سعودي عربستان کې په عامه ځایونو کې د موسیقۍ په اورېدلو بندېز و، خو په یاد کال کې دا بندېز لیرې شو او همدا راز د سمندر غاړې ته د هلک او نجلۍ ګډ تګ، هلته موسیقي اورېدل هم په عامېدو دي.

اسما هغه ۳۲ کلنه نجلۍ ده چې له خپل ملګري سره د سمندر په غاړه موسیقي اوري، نڅا کوي او هغه وايي چې مخکې يې په دې اړه بېخي فکر هم نه و کړی.

اسما په سعودي عربستان کې دغه بدلونونو ته ډېره خوشحاله او په وېنا يې چې د ښځو ازادۍ او د خلکو د شخصي ازادۍ سره به سعودي عربستان ډېر پرمختګ وکړي.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …