کورپاڼه / روغتيا / په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې د وینې لوړ فشار د داسې دماعي ناروغیو خطر ډېرولی شي، چې په ډېر عمرۍ کې پیدا کېږي.

د یادولو وړ ده چې د وینې فشار نارمل کچه ۱۱۰/۷۰ ده او ۱۲۰/۸۰ د وینې فشار یو څه ډېره کچه ده خو بیاهم صحت مند ګڼل کېږي او له دې ډېر لوړ فشار ګڼل کېږي او ګڼې روغتیایي ستونزې راولاړوي.

ددې څېړنې لیکواا والټر ابایارتنا خبرداری ورکړی، چې وړاندې له دې چې د وینې لوړ فشار سره اړوند مسایل خطرناک حالت غوره کړي، اړینه ده چې د ژوند طرز او خوراک او څښاک کې بدلون راولو او سم یې کړو.

نوموړی زیاتوي، د وینې لوړ فشار په سبب پر دماغو پرېوتونکې اغېزې زموږ له مخکینو معلومات څخه هم وړاندې پیلېږي او په هغه کسان کې یې هم اغېزې څرګندېږي، چې فشار یې صحت مند وي خو له نارمل حالت څخه ډېرې وي.

هغه ټینګار کړی دی چې د وینې لوړ فشار او د دماغي روغتیا په اړه باید د روغتیا نړیوال اداره پخپلو لارښوونو کې بدلون راولي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …