کورپاڼه / کرکټ / د اماراتو ورو ویشتنځایونو د نړیوال جام په اړه اندیښنې راپورته کړي

د اماراتو ورو ویشتنځایونو د نړیوال جام په اړه اندیښنې راپورته کړي

د متحده عربي اماراتو ورو ویشتنځایونه د چټکو توپ وهونکو لپاره د خطر زنګ دی، ځکه چې په شارجه کې د آی پي اېل لوبو د لږو منډو لوبو د نړیوال جام په اړه اندیښنې راپورته کړي.

شل اوریز نړیوال جام چې سبا د عمان او متحده عربي اماراتو کې په ویشتنځایونو پیل کېږي. د اماراتو ویکټې له وړاندې د ورو توپ اچونکو لپاره مرستندویه ګڼل کېږي، خو د آی پي اېل لوبو پرمهال معلومه شوه چې د شارجه کرکټ لوبغالي پیچونه ډېر ورو ول او ډېرې منډې پرې نه جوړېدې.

هغه توپ وهونکي چې چټکه توپ وهنه یې کوله، هغوی له سختو ستونزو سره مخ ول، خو دا چې شل اوریزې لوبې د شپږیزو او څلوریزو لوبې دي، نو لږې منډې جوړول به نړیوال جام بې خونده کړي.

د ایرلېنډ مخکښ توپ وهونکی پال سټرلینګ په دې اړه وایي، موږ د آی پي اېل لوبې ولېدلې، نو د پیچونو په اړه راته معلومات هم وشول، د شارجې پیچونه زما لپاره حیرانوونکې دي او د ابوظبۍ پیچونه هم ورو دي.

هغه زیاته کړې، دلته د ورو توپ اچونکو لوبول سخت دي، مجبور یې چې په تمریناتو کې ځان ښه چمتو کړې او د نورو پرځای باید ورو توپ اچونکو باندې کار وکړې او د چټک توپ اچونکي پر وړاندې باید هم له وړتیاوو کار واخیستل شي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …