کورپاڼه / جالب / هغه کور چې په ۲۲ ثانیو کې ۳۶۰ درجې تاوېږي

هغه کور چې په ۲۲ ثانیو کې ۳۶۰ درجې تاوېږي

شاهجان د ممتاز محل په مینه کې تاج محل جوړ کړ، چې اوس هم خلکو ته د یوې بې پایانه مینې کیسې کوي، خو د بوسنیا یو دوه اویا کلن شخص د خپلې میرمنې لپاره یو داسې کوز جوړ کړی چې تر ۳۶۰ درجو پورې تاوېږي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور پر اساس ویل کېږي چې د بوسنیا اوسیدونکې لیوبیکا له خپل خاوند ووجن کیوسک څخه غوښتنه وکړه، چې غواړي د خوب کوټې مخ یې د لمر پر لور وي او سړک هم ولېدلی شي.

ووحن د خپلې میرمنې حیرانوونکې غوښتنه پوره کړه او بریښنایي او پخوانیو پوځي موټرو ویلونو په مرسته یې خپل کور تر ۳۶۰ درجو پورې تاوېدونکی کړ او حیرانوونکې خو داده چې ووجن نه چېرته د انجینرۍ زده کړې کړي او نه یې له چا مرسته غوښتې.

راپور زیاتوي دغه کور سور چت او شنه دېوالونه لري او یوازې په دوه ویشت ثانیو کې په بشپړ ډول تاوېږي او د ووجن میرمن ړ خوب له کوټې د خپلې خوښې منظرې ګوري.

ووجن ویلي دا کور پر کانکریټ جوړ شوی او د بریښنایي او پوځي موټرو پایو په مرسته تاوېږي، موږ ټول کور په دوه ویشت ثانیو کې تاوولی شو، خو که چېرته یې سرعت کم کړو نو په څلرویشت ساعتونو کې تاوېږي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …