کورپاڼه / جالب / هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور کیلو وزن لرونکی ټایر وګرځاوه او کمزوری شوی هم وه، بالاخره له دې دروند بار څخه یې اوږې سپکې شوې.

راپورونه وایي چې دغه (۲۷۰) کیلو وزن لرونکی غرڅه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په جولایۍ کې د کولاراډو په پارک کې لېدل شوی و او اوس یو ځل بیا په داسې حال کې لېدل شوی چې په غاړه کې یې دروند ټایر پروت و.

د ځنګلي حیواناتو یو مشر وایي، دا څلور نیم کلن غرڅه له خلکو لېرې او په یو ګڼ ځنګل کې اوسیده او همدا لامل و چې موږ له ډېرو هڅو سربېره بیاهم ونه مونده او هر ځل به تښتېده.

په ۲۰۲۰ کال په ونو کې د لګېدلو کامرو په مرسته درې ځلې وپېژندل شو او سږ کال هم څلور ځله ددې غرڅه لټون وشو، خو ګټه یې ونه کړه، خو روانه اوونۍ په خوب راوستونکې ګولۍ وویشل شو او بیا ونېول شو. لومړی د ټایر د پرې کولو پرېکړه وشوه، خو ګټه یې ونه کړه نو بیا د غرڅه ښکرې مو پرې کړې.

په دومره وخت کې د ټایر وزن تر څلور کیلو پورې رسېدلی و، خو له ښه بخته چې ډېر سخت نه و زخمی شوی. په دې سره د کولاراډو د ځنګلي حیواناتو ادارې پخپله بیان ویلي چې د حیواناتو ژوند ته دې ډېر پام وشي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …