کورپاڼه / جالب / د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو کې پر ټولنیزو لاس په لاس کېږي، چې نوموړی په چوکۍ تړل شوي وي، ژبه یې راوتلي وي او په سترګو کې یې بې وسي له ورایه ښکاري.

خو باید ووایم چې کوهلي چا په زور نه دی تړلی، بلکې نوموړي پخپل ځان تړلی او په دې ډول یې د عکس له لارې خپلو مینوالو ته د کرونا څخه د خوندي چاپیریال کیسه کړې ده او سختۍ یې بیان کړي.

که چېرته دې تصویر ته په غور یې وکتل شي، نو هر څه به په واضح ډول څرګند شي. یوازې دا نه بلکې نوموړي له دې عکس سره پر تویټر لیکلي دي، له کرونا څخه خوندي چاپیریال کې اوسېدل او لوبه کول دا ډول وي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د هند لوبډله په انګلستان کې له کرونا څخه په خوندي چاپیریال کې وه او اوس به د نړیوال شل اوریز جام پرمهال به په خوندي چاپیریال کې وي.

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام چې سبا د اکتوبر په ۱۷مه پیلېږي، له کرونا څخه د خوندیتوب لپاره ورته آی سي سي سخت شرایط برابر کړي او هره لوبډله به له کرونا څخه خوندي چاپیریال کې وي.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …